ټولنه

دفوايدعامې وزارت دسرپل ولايت دځينو مرکزي سيمو دبياجوړونې په مقصد د ١٢٠ زروډالرو ژمنه وکړه.

کابل باخترد جوزا دمياشتې٢٠ نيټه :

دفوايد عامې وزارت په سرپل ولايت کې دسيلاونو دراوتلو له امله  دويجاړوشويو تاسيساتو دبياجوړونې په مقصد د ١٢٠ زرو ډالرو دورکولو ژمنه وکړه .

دغه ژمنه پرون دغه ولايت ته دنجيب الله اوژن اودده دمعينانو دسفر په وخت کې وشوه.

دسرپل دوالي ويندوى باختراژانس ته وويل: دفوايد عامې وزير او ددغه وزارت معينانو دسرپل دهغو سيمو دکتلو په ترڅ کې چې دوروستيو سيلاونو له امله  زيانمنې شوي دي ژمنه وکړه چې ددغه وزارت  له پرمختيايي بودجې څخه  يوسلو شل زره امريکايي ډالره سرپل ولايت ته بيلوي  چې دهغو پروژو په ترميمولو اوبياجوړولو کې يې ولگوي چې په لومړيتوب کې دي .

دغه راز ده وويل دسرپل  _  سانچارک او دسرپل _ صياد سړک په سملاسي ډول ترميموي  .

داپه  داسې حال کې ده چې دوروستيو سيلاونو له امله په سرپل کې دولتي تاسيسات  داستوګنې  کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوي  اوپه لسګونو کسان وژل شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته