-کابل / دچنګاښ ٩مه / باختر :
په ننګرهار کې داوبو رسونې ديوې شبکې په جوړولو سره ددوو ښوونځيو او ديو مرکزي روغتون اوبه تامين شوې .
دغه شبکه دملګروملتو سازمان له ماشومانو سره دملاتړ دادارې په مرسته ددوو ميليونوشپږسوه زرو افغانيوپه لګښت دننګرهار دکليو دبيا جوړولواوپرمختيا رياست له خوا په لعل پورې ولسوالۍ کې جوړه شوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې داوبو رسولو ددغې شبکې په جوړولو سره ددووښوونځيو اوديو روغتون اوبه تامين شوې .
په دغو ښوونځيو کې شپږ سوه زده کوونکي په زده کړې بوخت دي اودلعل پورې ولسوالۍ روغتون هم هره ورځ د سلګونو ناروغانو اوناروغ لرونکوډګر دى
داوبو رسولو دغه شبکه دلمر له انرژۍ څخه په استفادې سره ددغو دوو ښوونځيو او ر وغتون د اړتياوړ اوبه تامينوي .
ختم _ شکريه _اکرم
0 1 دقیقه لوستل