خبرونهفرهنګTOP

ذبیح الله مجاهد: زموږ ټولنه مثبتو فلمونو جوړولو ته اړتیا لري

کابل/ کب۲۲مه/باختر
د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد وایي چې ټولنه د مثبتو فلمونو جوړولو ته اړتیا لري. هغه هنرمندان وهڅول چې مثبت فلمونه جوړ کړي.
د باختر آژانس خبریال د راپور له مخې؛ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د افغان فلم ریاست نن درې مستند فلمونه خپاره کړل.
دغه فلمونه د اسلامي امارت د افغان فلم کارکوونکو د سالنګ پر لویې لارې او په کابل کې د یو پل په رغولو جوړ کړي وو.
د افغان فلم رئیس مولوي شفیع الله جاوید افغان وايي:« د افغان فلم کارکوونکو وکړای شول چې په کمو وسایلو دوه فلمونه جوړ کړي.»
هغه وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د ځوانانو ذهنونه اغېزمن شوي او اړتیا ده چې د فلم له لارې د هغوی ‌‌‌‌ذهنونه مثبتې لارې ته واړول شي او په دې برخه کې ټول خلک مسؤولیت لري.
د افغان فلم رئیس زیاته کړه چې غواړي په راتلونکي کې د هېواد د آبادولو له پاره په بېلابېلو برخو کې فلمونه جوړ کړي.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین ذبیح الله مجاهد په هېواد کې د مثبتو فلمونو جوړول مهم وبلل او ویې ویل چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړې له امله د خلکو ذهنونه ډېر اغېزمن شوي دي.
مجاهد زیاته کړه؛ د ځوانانو هڅولو، د هېواد پرمختګ، آبادۍ، اسلامي ارشاداتو او نورو هغو برخو کې چې په هېواد کې ورته اړتیا ده، ډېرو فلمونو جوړلو ته اړتیا لېدل کېږي.
مجاهد د افغان فلم له کارکوونکو او هنرمندانو څخه وغوښتل چې د ټولنې د اړتیا له مخې مثبت فلمونه جوړ کړي چې ټولنه د پرمختګ خواته بوځي.
په خبره یې، نړۍ باید پوهه شي چې فلمونه نه یوازې په منفي برخو کې بلکې په مثبتو برخو کې هم جوړېدای شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي ویل: د خوښی ځای دی چې افغان فلم د آبادۍ او بیا جوړونې په برخه کې فلمونه جوړ او خپروي.
هغه د افغان فلم چارې وستایلې او غوښتنه یې ترې وکړه چې له افغاني کلتور سره سم فلمونه چې خلکو ته مثبت پیغام ولېږدوي، جوړ او خپاره شي.
هغه زیاته کړه؛ په پام کې لري چې د تجهیزاتو په برخه کې افغان فلم پر ځان بسیا کړي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په استازیتوب د دوی ملاتړ کوي.
د ملي راډيو او ټلویزیون رییس مولوي احمد الله وثیق په یوې ټولنې کې فلم او ویډیو د معلوماتو په رسولو او لېږد کې مهم وبلل او زیاته یې کړه چې له تخنیکي اړخه دغه فلمونه معیاري، له مفهومه ډک او د هېواد د آبادولو په برخه کې مثبت پیغام لرونکي دي.
د غونډې په پای کې هنرمندانو د ځوانانو له پاره یوه تمثیلي پارچه چې د مثبت پيغام درلودونکې وه هم نندارې ته وړاندې کړه.
احمدزۍ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته