ټولنه

د سالنګونو په لاره له جنوب څخه شمال ته ټیلري موټر تګ راتګ کولای شي .

کابل / دمرغومي / ۴ / باختر
د سالنګونو د لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وایی چې ټیلري موټرونه کولای شي د دغې لویې لارې له جنوب څخه شمال ته تګ راتګ وکړي .
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې د ریاست سر پرست عبدالبشیر افغانزوي د باختر اژانس خبریال ته وویل چې په سالنګونو کې اسمان شین او ټیلري موټر کولای شي له جنوب څخه شمال ته او نور موټر کولای شي د ځنځیر او د مقرراتو په رعایتولو سره تګ راتګ وکړي .
په راتلونکی ٢٤ ساعتو کې د واورې اورښت احتمال نشته .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته