سیاست

عاجل خبر

کابل باختر د کب اتلسمه :
د هيواد جهادي شخصيت او د جمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم څو شيبې مخکې د زړه د دريدو له امله وفات شو.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دولت د هيواد د دغه ملي شخصيت مړينه يوه ضايعه بولي او له همدې امله ټول ملت ته د ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندوي او درې ورځې ملي ماتم اعلاموي.
په همدې مناسبت په ټول هيواد او په نړۍ کې د افغانستان په سياسي نمايندګيوکې د افغانستان ملي بيرغ نيمه ځوړند وي او له ټولو دولتي او خصوصي رسنيو څخه غوښتنه کيږي چې خپلې خپرونې دې د ملي ماتم له روحيې سره سمې عيارې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته