ټولنه

په باميانو کې په يو زرو اووه سوه کورنيو ژمنۍ مرستې وويشل شوې.

کابل – باختر د کب دمياشتې ١١
په يو زرو اووه سوه بېوزلوکورنيو پرون په باميانو ولايت کې ژمنۍ مرستې وويشلې شوې.
ديونيسف موسسې دماشومانو دڅانګې مسوول ډاکتر نيک محمد عطايي باختر آژانس ته وويل: په دغو مرستو کې دپخلنځي لوښې، ترپال او ژمنۍ جامې شته چې ديونيسف موسسې له خوا په هغو کورنيو چې پخوا ددغې موسسې له خوا سروې شوې وې ويشلي شوي دي.
ده زياته کړه په هرې کورنۍ دپخلنځي يو سيت لوښى يو ترپال او ژمنۍ جامې وويشل شوې.
په همدې حال کې دباميانو ولايت مرستيال محمد آصف مبلغ وايي ددغه ولايت په سلو کې څه ناڅه پنځوس خلک په اقتصادي تنګسيا کې شپې سبا کوي او تراوسه پورې د دولت او مرستنديو له خوا ورسره هيڅ مرسته نه ده شوې.
ده له دولت او له مرستنديو موسسو څخه وغوښتل چې له هغو کورنيو سره چې په دغه ولايت کې له ستونزو سره مخامخ دي مرسته وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته