-کابل باختر د زمري يو ويشتمه :
يوځانمرګى يرغلګر موخې ته له رسيدومخکې په غزني ښار کې دامنيتي مامورينو دډزو له امله ووژل شو.
نن سهار دپنځو بجو په شاوخوا کې يوه ځانمرګي يرغلګر په داسې حال کې چې بم يې په خپل بدن کې تړلى و او تومانچه ورسره وه غوښتل چې ځان يوې امنيتي پوستې ته نږدې کړي چې دپوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو .
دغزني ولايت يو امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې پوليسو يوځانمرګى يرغلګر مخکې له دې چې ځان يوې امنيتي پوستې ته ورسوي په ډزو سره وواژه .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ