کابل /دچنګاښ ٣مه / باختر :
دپنجشير دعامې روغتيا رياست نن په دغه ولايت کې دکروناويروس دڅلورو نويو مثبتو پېښو خبرورکړ .
دپنجشير دعامې روغتيا رييس ډاکټر شيردل دانش دباختراژانس سيمه ييز خبريال فياض رحيمي ته وويل چې دڅلورو نويو پېښو په ثبتولو سره په دغه ولايت کې دکرونا د مثبتو پېښو داخته کسانو شمېر دوه سوه درې څلويښتو تنو ته ورسېد .
هغه زياته کړه دغه پېښې په عنابه ، درې او ابشارپه ولسواليو کې ثبت شوي دي . هغه وويل چې تراوسه پورې ١٢٢ تنه روغ شوي دي او ١٥ تنه مړه شوي دي .
ختم _ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ