ټولنه

په سمنګانوکې په شپاړلسو کيلومتره سړک کريړل واچول شو

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٢ نيټه : په سمنګانو ولايت کې د څه ناڅه ١٦ کيلومتره سړک د جوړولو او کريړ اچولو کار بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو . د سمنګانو ولايت د فوايدعامې رييس انجنير ضيا همايون ابراهيم خيل د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سړک چې د حضرت سلطان ولسوالۍ د بيک محمد کلي او د کوزدره صوف د سفيدکنده کلي د ايبکو له ښار سره نښلوي، د څه ناڅه ١٦ کيلومترو په اوږدوالي او د اته مترو په سور د سويدڼ هېواد په مرسته دڅه ناڅه ٢٢٨ زره امريکايي ډالرو په لګښت په يو کال کې جوړ او کريړ پرې اچول شوى دى. ده وويل چې ددغه سړک په تګلوري کې اته پلګوټي، د څلويښتو مترو په اوږدوالي يو استنادي ديوال او د يوه پله بيا رغاونه هم شامله ده . پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته