ښوونه او روزنه

په جلال آباد کې لسګونو پلورنځي د ګران پلورنې له امله وتړل شول

کابل/باختر/ د غويي دمياشتې ٢١مه
د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې په لسګونو پلورنځي د ګران پلورنې په دليل وتړل شول .
په ننګرهار ولايت د خوراکي توکو د بيو د څارنې ټيم وايي چې دغه پلورنځي  د جلال آباد ښار په بېلابېلو سيموکې موقعيت لري او د روژې په مبارکه مياشت کې خوراکي توکي په لوړه بيه پلورل .
د جلال آباد ښاروالۍ مخکې له دې د روژې په مبارکه مياشت کې د ګران پلورنې په نسبت د پلورنځيو خاوندانو ته خبر دارى ورکړی و.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په لېږلو سره  ليکلي دي: د هغو پلورنځيو له خاوندانو سره چې ګران پلورنه کوي؛ قانوني چلند به وشي .
  ختم_  ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته