ټولنه

دحج او اوقافو وزارت خبرتيا

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٨

دحج   او اوقافو وزارت خبرتيا

دکابل ښار هغو حاجيانو ته چې  شميري يې له  ٧٠١ څخه تر ٩٥٠ پورې دي خبرورکول کيږي چې سبا دسنه شنبې په ورځ دروان کال  دوږي دمياشتې په نوولسمه نيټه له غرمي  وروسته په دوو بجو دعيدګاه جامع جومات ته  تشريف راوړي  چې واکسين يې تطبيق  او دحرمين شريفين  په لور په ټاکلي الوتنه کې تنظيم شي .
له حاجيانو څخه غوښتنه کيږي چې خپل نوبت رعايت  او خپل بانکي آويز له ځان سره ولري او په  الوتنو کې دبينظمي سبب نه شي   له دې پرته مسووليت به ددوي په غاړه وي.
دکابل ولايت دشيعه حاجيانو الوتنې وروسته اعلاميږي.
د بدرګه  کوونکي په توګه دعيدګاه جامع جومات ته دنورو اشخاصو ننوتل منع دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته