اقتصاد

درې تنه وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول .

کابل باختر دکب څلورمه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بلخ ولايت کې ووژل شول .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند  جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان  دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ  د بابه  قشقار په کلي کې  له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
  رضايي زياته کړه  چې په دې جګړه کې  يوبل وسله وال طالب ټپى شو  او ددښمن  وسلې او مهمات هم  دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
  ديوبل خپرله مخې ،  څلور تنه وسله وال طالبان  نن سهار  دبلخ ولايت  د چاربولک ولسوالۍ  دينګي اريغ په کلي کې  د وسله والو طالبانو  ديو قوماندان  نجم الدين له کور څخه دعملياتوپه بهير کې ونيول شول .
  د  ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل  چې په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه  يوه مخابره ، او يوه اندازه مهمات له دغه کور څخه ترلاسه شوي دي او قوماندان نجم الدين له ساحې څخه تښتيدلى دى .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته