کابل باختر دکب څلورمه :
درې تنه وسله وال طالبان تيره شپه په بلخ ولايت کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند جګړن محمد حنيف رضايي باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان دبلخ ولايت دچمتال ولسوالۍ د بابه قشقار په کلي کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول .
رضايي زياته کړه چې په دې جګړه کې يوبل وسله وال طالب ټپى شو او ددښمن وسلې او مهمات هم دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ديوبل خپرله مخې ، څلور تنه وسله وال طالبان نن سهار دبلخ ولايت د چاربولک ولسوالۍ دينګي اريغ په کلي کې د وسله والو طالبانو ديو قوماندان نجم الدين له کور څخه دعملياتوپه بهير کې ونيول شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند وويل چې په دغو عملياتو کې دوه کلاشينکوفونه يوه مخابره ، او يوه اندازه مهمات له دغه کور څخه ترلاسه شوي دي او قوماندان نجم الدين له ساحې څخه تښتيدلى دى .
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل