امنیت

په ارزګان ولايت کې د يو بم په چاودونه کې د يو ملکي وګړى وژل کيدل

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
په ارزګان ولايت کې د يو بم په چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو.
دغه پيښه نن سهار د شپږو بجو په شاوخواکې د ارزګان ولايت د ترينکوټ مرکز په توره سيمه کې ديو ملکي وګړى دکورپه وړاندې رامنځته شوه .
د ارزګان ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر اسلم خان کوچي دباختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى ووژل شو.
ددغې پيښې قرباني د سهار د لمانځه د اداکولو په لپاره جومات ته روان و چې بم پرې وچاوديد.
د ارزګان ولايت امنيتي مسوولين وسله وال طالبان ددغه بم ايښودنې مسوول بولي او  وايي چې ددغي پيښې دعاملينو دپيژندنې او نيولولپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې په لويو او ګڼ ميشتو لاروکې د بمونو اود ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي. هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته