نړۍ

د پخواني شوروي اتحاد دسقوط شلمه کاليزه

نن دپخواني شوروي اتحاد دسقوط له شلمې کاليزې سره برابره  ده.

شوروي اتحاد له اويا کلونو وروسته  د١٩٩١ميلادي کال ددسامبر په مياشت کې منحل شو.

دروسيې ، اوکراين  اوبيلاروس مشرانو د١٩٩١ کال ددسامبر دمياشتې په اتمه نيټه  دبلاريژه په ځنګل کې  وکتل او گډه اعلاميه يې صادره کړه  اوپه هغه کې يې  داوياکلني اتحاديې ړنګول يې په رسمي ډول اعلام کړل.

دشوروي اتحاد دړنګيدو اعلام دغه راز دختيځ او لويديځ بلاکونو ترمنځ سړه جګړه هم په رسمي ډول پاى ته ورسوله.

دروسې صدراعظم ولاديميرپوتين چې په ٢٠٠٥ ميلادي کال کې په دغه هيواد کې جمهوررييس و دشوروي اتحاد ړنګول يې دشلمې پيړۍ  جغرافيايي  ناتار بللي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته