ورزش

٣٥ غوره څيرو دغيږې نيونې دمنتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .

کابل باختر دليندى څليرويشتمه :
په کابل کې  دغيږې نيونې سيالۍ نن منتخب  ټيم ته د ٣٢ غوره څيرو په انتخاب سره پاى ته ورسيدې .
دباختراژانس  دخبر له مخې: دغيږې  نيونې انتخاباتي  سيالۍ دوه ورځې مخکې دکابل ښار له شپيتو کلپونو څخه د ٢٢٠ تنو ورزشکارانو ترمنځ دبدنې  روزنې او سپورت په رياست کې پيل شوې وې .
دغيږې نيونې فدراسيون سکرترجنرال يونس حيران دباختراژانس خبريال ته وويل دغيږې نيونې انتخاباتي سيالۍ په اتو وزني کټه ګوريو کې پيل شوي دي چې په پاى کې له هر وزن څخه ٤غوره څيرو دکابل دغيږې نيونې دمنتخب ټيم غړيتوب ترلاسه کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته