امنیت

طالبانو د حکومت ٢٨ نور بنديان آزاد کړل

 کابل / د غويي ٢١مه / باختر
وسله وال طالبان وايي چې د افغانستان د حکومت ٢٨ نور بنديان يې آزاد کړي دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغه بنديان پرون ناوخته په هرات کې آزاد کړى شول.
د هرات يو سيمه ييز مسوول باختر آژانس ته وويل چې د آزادو شويو کسانو د هويت په اړه څېړنې دوام لري.
د افغانستان يوشمېر پوځي مقامات پر طالبانو انتقاد کړى دى چې په ځينو مواردو کې  ملکي کسان د پوځيانو پرځاى حکومت ته سپارلي دي.
د امريکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر بنسټ، ټاکل شوې ده ٥٠٠٠ بندي طالبان او د افغانستان د حکومت ١٠٠٠ بنديان د دواړو لورو  له جېلونو څخه آزاد کړى شي.
وسله والو طالبانو د خپلو بنديانو خلاصون د بين الافغاني خبرو د پيل لپاره يو شرط بللې دى.
ختم -ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته