امنیت

څلور ملکیان په پروان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر
د پروان په مرکز خلازايي سیمه کې پرون د دوو موټرسایکل سپرو په ډزو کې څلور ملکیان ووژل شول او درې نور یې ټپیان شول.
د پروان د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیرمحمد صادق هاشمي باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان هغه وخت ووژل شول چې دوو موټرسایکل سپرو د پروان په خلازايي سیمه کې پر یو هټۍ وال ډزې وکړې.
هغه وویل چې له ډزو وروسته جګړه ونښته چې په پایله کې څلور ملکیان ووژل شول او درې نوریې ټپیان شول.
هغه د دغې پېښې انګېزه حقوقي شخړه وبلله او ويې ویل چې پولیسو د پېښې په اړه یو تن نیولی دی او د نورو عاملینو د نیولو لپاره هلي ځلې دوام لري.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته