امنیت

پنځه تنه پوليسان په پکتياکې ټپيان شول

کابل باختر  د چنګاښ  ٢ :
دعامه نظم پنځه تنه پوليسان پرون په پکتياولايت کې په واټ کې د ښخ کړاى شوى ماين د چاودنې له امله ټپيان شول.
دپکتياولايت امنيه قوماندان سمونوال زلمي اورياخيل باخترآژانس ته وويل: ددغه ولايت  د احمدآباد ولسوالۍ د امنيه قوماندان دسپرلۍ موترپه ګرديزښارکې په واټ کې په ښخ کړاى شوى ماين وخوت او د ده په ګډون پنځه تنه پوليسان په دې پيښه کې ټپيان شول.
دده دڅرگندونوله مخې: د پيښې ټپيان د ګرديز ملکي روغتون ته ليږدول شوي دي  او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته