کابل- باختر دليندي اتلسمه:
د اداري فساد د له منځه وړلو په خاطر، په باميانو ولايت کې نجونو او هلکانو د ځغاستې سيالۍ ترسره کړه .
په دغو سياليوکې د پنځوکيلومترو په واټن له هوايي ډګر څخه د شهيد مزاري تر لوبغالې پورې څه د پاسه درې سوه نجونو او هلکانو منډې وکړې.
ددغې لوبې يوې برخه والې سهيلا احمدي چې د سيالۍ دويم مقام يې وګاټه، وويل چې د دغې سيالۍ د ترسره کولو هدف په هيوادکې د اداري فساد پرخلاف مبارزې ته پاملرنه ده .
يوې بلې ګډون کوونکې الهې نظري په دې پرګرام کې يې د خپلې گډون هدف دنجونو لپاره د تصميم نيونې د قدرت ښودل وبلل او ويې ويل: موږ د باميانو نجونې ځغلو چې په ځغاستې سره له هيواد څخه د فساد د لرې کولو لپاره پام راواړوو .
2 1 دقیقه لوستل