امنیت

په روزګان کې د هوايي بريد له امله درېو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

-ترينکوټ باختر د زمري د میاشتې ۲۱ مه
د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند ګرماب سیمه کې پرون د یوه هوايي برید پر مهال درې تنه ملکي وګړي په نښه شوي دي.
د پېښې عيني شاهد چې په دغه هوايي برید کي یي د کورنۍ یوه میرمن وژل شوې، او د يوې مېرمنې په ګډون یو ماشوم یې سخت ټپیان شوي دي باختر اژانس ته داسې وویل:
(( زه له خپلې کورنۍ سره یو ځای د بازار لور ته روان وم او کډه مې را اخیستې وه، کله چي د وسله والو ځنځیر ته راورسیدو، نو الوتکې راغلې، پر همدې مهال ما ښځې او کوچنیان له موټر څخه د خوندیتوب په موخه کښته کړل او د سړک څخه مې څو متره لیرې یوې خواته کښینول، زه د نورو ماشومانودليږدونې لپاره بیا موټر ته راوګرځيدم چي په دغه حال کې د الوتکو له لورې زما د کورنۍ غړي چې له سړک څخه مې ګوښه کښینولي و؛ په نښه شول او په ترڅ کي يي یاده مرګ ژوبله واوښته)).
په ورته وخت کې د روزګان د مرکزي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخي هم مني چې پرون ورته له یادې پیښې څخه د یوه ماشوم په ګډون دوې میرمنې وروړل شوې چې له هغوی څخه یوه میرمن وژل شوي او یو ماشوم او یوه بله میرمن سخت ټپيان و.
هڅه مو وکړه چې د دغې پېښې په اړه د روزګان د امنيتي مسولينو نظر هم واخلو،خو بريالي نه شو.
د یادونې وړ ده چې دغه ځنځیر د وسله والو مخالفانو له لورې په ګرماب سیمه کې د خلکو د پلټنې لپاره پر هغه نقطه باندې ځای پر ځای شوی، چیرته چې د وسله والو مخالفانو او دولت تر ولکې لاندې سیمي سره بیلیږي. پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته