امنیت

دهاوان ٣٣ ماينونه کشف شول

کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٦نيټه :
دلوګرولايت پوليسو  پرون  په محمداغي ولسوالۍ کې د هاوان ٣٣ ماينونه  ترلاسه کړل.
دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل چې دهاوان دغه ماينونه  دډاراچوونکوله خوا دلوګرولايت  دمحمداغي ولسوالۍ  دبيني شرافغان په ساحه کې  پټ کړاى شوي و.
ده زياته کړه چې ډاراچوونکو غوښتل  له دغو ماينونو څخه  دکابل  _ لوګر  دلويې لارې  دناامنه کولو په خاطر استفاده وکړي.
پاى ج  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته