ورزش

په کابل کې دباسکتبال لوبې پيل شوې

کابل  باختردسلواغې دمياشتې  ١٧ :
دپوليسو د ٢٠٢ شمشاد زون په قوماندانۍ کې دباستکبال لوبې پيل شوې.
دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې رييس محمود ضيا دشتي باختراژانس ته وويل ددغو سياليو په لومړۍ پړاو کې دشمشاد زون اوددعوت پوهنتون ټيمونو لوبه وکړه او ددعوت پوهنتون  ديوديرشو په وړاندې په يوڅلويښتو سره د ٢٠٢ شمشاد ټيم ته ماتې ورکړه
په دغوسياليو کې دشمشاد د ٢٠٢ زون ، دخوشحال خان دلومړۍ  اودويم لمبرسرحدي ليسو، کابل ښاروالۍ، دنادريې ليسې اوددعوت پوهنتون  دباسکتبال ټيمونو ګډون کړي دي اودرې ورځې دوام کوي.
دغه سيالۍ دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې له خوا دشمشاد د ٢٠٢ زون دلوى قوماندانۍ په همکاري پيل شوي دي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته