امنیت

په هرات کې د سولې له بهير سره د لس کسيزې ډلې طالبانو پيوستون

هرات/ باختر  دچنګاښ ٢٦
د هرات ولايت د چشت ولسوالۍ د ملي امنيت د مديريت د کارکوونکو په هڅو سره يوه لس کسيزه ډله وسله وال طالبان په هرات ولايت کې د سولې  له بهير سره  يوځاى شول .
دغه ډله چې پخوا يې د عبدالغفور په مشرۍ د هرات ولايت د چشت ولسوالۍ د دره تخت په ساحه کې په غير قانوني وسله وال فعاليت بوخته وه، له نهو  کلاشينکوفونو او يوه توغندي ويشتوونکي سره دسولې له بهير سره يوځاى شوه.
د انصار زون  قوماندان او د هرات ولايت سرپرست جنرال محمد جمعه عديل له ملاعبدالغفور سره په خبروکې د سولې له بهير سره د ده او د هغه د افرادو پيوستون ته  هرکلى ووايه او د دولت نورو وسله والو مخالفانو ته يې بلنه ورکړه چې د سولې له بهير سره يوځاى شي .
ويل کيږي چې د دغو کسانو پيوستون  به په مستقيم ډول د امنيتي حالت په ښه والي اغيزه وکړي .
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد وايي چې دغوکسانو ژمنه کړې ده چې له خپل ټول توان سره د خپل ژوندانه له سيمو د امنيت د تامينولو په لاره کې کار اخلي .
  ملا عبدالغفور چې مخکې له دې د دولت د وسله والو مخالفانو په ليکوکې  فعاليت کاوه، په خپلو تېرو عملونو پښيماني وښودله، خو ويې ويل چې د نورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ له ډار اچونې سره د مبارزې په خاطر هڅه او هاندکوي .
د دولت دغه لس تنه وسله وال مخالفين  په داسې حال کې په چشت ولسوالۍ کې له دولتي ضد وسله والو فعاليتونو سره لاس اخلي چې د دغې ولسوالۍ د امنيت د تامينولو په خاطر جدي تدبيرونه ترلاس لاندې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته