اقتصاد

سويابين دکوکنارو ځاى نيسي

فراه باختردوري دمياشتې ١٤ :

دفراه ولايت  په بالابلوک ولسوالۍ کې  دکرل شويو کوکنارو داړولو له پروګرام سره  جوخت ددغې ولسوالۍ  ديرش تنه  بزګران دسويابين دکرکيلي لاري چاري زده کوي ،سويابين  دهغو غلو دانو له جملي څخه دي چې قوي خوراکي خواړه دي اوله هغو څخه دشيدو، پنيرو، بسکويټو ، چاکليټو او نورو په گډون په څه دپاسه دوه سوه خوراکي توکو کې کار اخيستل کيږي.

دبالابلوک ولسوال سيدمحمدباختراژانس ته وويل دغه شمير بزګرانو دهغه دوه  اوونيز ورکشاب چې دفراه ولايت دمقام او ددغه ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي درياست په نوښت جوړشوى دى  گډون کړي دي .

ددغه ورکشاب  يوتن جوړونکي وويل ددغه ورکشاب هدف دسويابين ديوټن دکرکيلي اودحاصلاتو دراټولولو دلارو چارو زده کړه ده.

ده څرگنده کړه دغه ورکشاب ددې لپاره دبالابلوک ولسوالۍ بزګرانو ته جوړشوي دي چې دکمپاين په بهيرکې  ددوي کرل شويو کوکنارو په اړلو سره له اقتصادي پلوه زيانمني نه شي اوسويابين چې په دې سيمه کې ښه حاصل ورکوي وکرى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته