سیاست

احمد ضيا مسعود د استوګنې د ښارګوټو له خاوندانو سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٧

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس فوق العاده استازي احمد ضيا مسعود د استوګنې د ښارګوټو له خاوندانو سره وکتل او په دې کتنه کې د ښارګوټو د کثافاتو د تصفيې  سيستم د جوړولو په باب خبرې وشوې.

د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د جمهور رييس د فوق العاده استازي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:

د جمهور رييس فوق استازي په دې کتنه کې د ښارګوټو له خاوندانوڅخه وغوښتل چې د خپلو ښارګوټو د کثافاتو د تصفيې سيستم جوړ کړي.

ده دغه راز له دوى څخه ژمنه ترلاسه کړه چې تر يوې مياشتې پورې په خپلو ښارګوټوکې د تصفيې د خونو د جوړولو کار پيلوي.

د کابل ښار د اوولسمې ناحيې رييس وويل: يوازې د کابل ښار په اوولسو ناحيو کې د استوګنې کابو ٢٥ ښارګوټي شته چې د ښارجوړولو د چارو وزارت او په کابل ښاروالۍ کې ويزه شوي دي چې ښوونځى، کلينيک او تفريحي پارکونه نلري.

ده وويل: ښارګوټي دې بايد بيا د ملکيت له پلوه تثبيت او د کابل ښاروالۍ له خوا ويزه شي او د خپلو ښارګوټو د کثافاتو د تصفيې سيستم جوړ کړي او په هغوى د صفايى کتابچې وويشلې شي چې د دولت عوايد لوړشي.

دغه راز د ښارګوټو خاوندانو د ښاروالۍ د نه همکارۍ له امله سر وټکاوه او ويې ويل: سره له دې چې د پلورنو په سلوکې کابو څلور عوايد کابل ښاروالۍ ته ورکول کيږي؛ خو ښاروالۍ هغوى ته خدمتونه نه ترسره کوي.

دغه راز وړانديز وشو چې د ويزې په وخت کې دې د ښارګوټو له خاوندانو څخه دې وغوښتل شي چې د خپلو ښارګوټو د کثافاتو د تصفيې سيستم جوړکړي او د ښوونځي پارک او کلينيک په ګډون بنسټيز خدمتونه هم د ښارګوټو له خوا دې ځينې ښارګوټي د هغو د جوړولو په وخت کې خدماتي ساحې پلوري چې بايد مخه يې ونيول شي.

دغه راز د کابل ښاروالۍ معين د اوبو د راټوليدو د بحران د حل کولو او د دغې ادارې د مالي او بشري امکاناتو لپاره برابر شوي پلانونه د جمهور رييس فوق العاده استازي ته وړاندې کړل.

د جمهور رييس فوق العاده استازي د طرحه شويو ستونزو او وړانديزونو له اوريدو وروسته څرګنده کړه چې د کثافاتو د تصفيې د سيستم جوړول به د ښارګوټو د خاوندانو په ګټه وي او د هغه د جوړيدو په صورت کې به د کابل ښاروالۍ له خوا د ښارګوټو اوسيدونکي ته د خدمتونه وړاندې کول لوړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته