امنیت

په ننګرهار کې څه دپاسه ٤٠٠ ګولۍ او مهمات ترلاسه شول

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د ننګرهار د مرکز جلال آباد ښار په فاطمة الزهرا روغتون کې نن د بیارغونې چارو پر مهال د مهماتو یوه پخوانۍ زېرمه کشف شوې ده.
ځايي چارواکي وايي چې له زېرمې څخه ۴۱۳ بېلابېل ډول ګولۍ او مهمات ترلاسه شوي دي.
د ننګرهار د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې له یادې زېرمې څخه د داشکې، توپ، توغندي او هاوان ګولیو سربېره، لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته