سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم : زموږ دهيواد په بياجوړولو او اقتصادي پرمختيا کې داندونيزيا رول کيداي شي ډير ستر وي

کابل باختر د ليندي دمياشتي  دوه ويشتمه
دجمهوري رياست سرپرست  مارشال محمد قسيم فهيم  نن له غرمې وروسته په کابل کې داندونيزيا جمهوريت له سفير انشوري تادجودين سره دپيژندګلوي دکتنې په ترڅ کې  دافغانستان  او اندونيزيا ترمنځ دهمکاريو  دپراختيا په باب خبرې وکړې .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ، دجمهوري رياست  سرپرست  په دې کتنه کې اندونيزيا داسلامي هيوادونو ترمنځ  دپراختيا او پرمختيا ښه بيلګه وبلله  او زياته يې کړه چې زموږ دهيواد  دبيا جوړولو او داقتصادي پرمختيا په لاره کې  داندونيزيا رول کيداي شي  ډير ستر وي .
  دجمهوري رياست سرپرست دغه راز په لوړو زده کړو کې  داندونيزيا تجربې دافغانستان ځوانانو ته  دهيلي سبب وبللې او زياته يې کړه : هيله ده چې دغه هيواد په اندونيزيا کې زموږ دهيواد ځوانانو ته دلوړو زده کړو دزمينو په برابرولو سره ستر رول ولوبوي .
  په کابل کې داندونيزيا جمهوريت سفير  انشوري تادجودين ددغې کتنې په بهير کې  دافغانستان  له خلکو او هيواد سره  دمرستې په برخو کې  خپل نيت  څرګند کړ او هيله يې وکړه چې  ددواړو  مسلمانو هيوادونو اندونيزيا او افغانستان ترمنځ  اقتصادي  او فرهنګي راکړې ورکړې  له بل هر وخت څخه  زياته   پراختيا ومومي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته