سیاست

جمهوررئیس غني: هغوی چې سوله نه مني، د سولې دروازه یې پر مخ تړلې ده

کابلباختر د سلواغې د مياشتې١٥ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون د سولې دعالي شورا په عمومي غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې چې د سولې د عالې شورا په مقر کې جوړه شوی وه ،جمهور رئیس غني وویل، خدای (ج) فرمایي: (وَالصُّلْحُ خَيْرٌ). سوله د خدای (ج) حکم دی، اختیار نه دی او موږ په دې لاره کې ژمن یوو.
جمهور رئیس د جمهوریت روغتون تر څنګ ترسره شوي تروریستي برید ته په اشارې سره وویل: دغه بريد د افغانستان پر خلکو وو او دا د افغانستان د ماشوم، مېرمنې، ځوان، ډاکټر، کارکوونکي او د ټولو قشرونو په وړاندې د هر اړخیز جنګ اعلام دی، ځکه لومړی ځل دی چې جنایتکارانو د دې برېد مسوولیت ومانه.
هغه زیاته کړه:  هغه څوک چې په دغه ډول جنایت ویاړ کوي او مسوولیت یې مني، دوی نور  زموږ د ټولنې غړي نه دي او اوس  یې خطونه واضح شوي دي.
د هېواد جمهور رئیس څرګنده کړه، په کابل کې ددلوې د اوومې نیټې برید زموږ لپاره د سمپټبر د ۱۱ نیټې برید ته ورته دی او نن د بلې هرې ورځ په پرتله عقلانیت او منسجم فکر ته اړتیا لرو، منسجم فکر دی چې موږ هدف ته رسوي نه احساسات.
جمهور رئیس وویل: دوه هدفونه واضح دي: جنګ او سوله او دا دواړه باید وګټو. هغه زیاته کړه طالبانو او د هغوی ملاتړو ته د انتخاب وخت رارسیدلی دی.
محمد اشرف غني دې ته په اشارې چې له سولې څخه زموږ تعریف څه دی وویل، سوله په عمومي ډول منفي تعبیر شوې ده، سوله یعنې د جګړې نشتوالی، خو د جګړې نشتوالی هدف نشي کېدای. سوله هغه حالت دی چې نظام په کې حاکم وي، چې دولت د خلکو لپاره خپل کلیدي وظایف ترسره کړي.
جمهور رئیس وویل: د سولې هدف د ترلاسه کولو لپاره باید اوسنی جنګ تحلیل کړو. هغه زیاته کړه، د جنګ عوامل باید په واضح ډول تعریف شي او په دې برخه کې سراسري اجماع ولرو.
جمهوررئیس غني څرګنده کړه، موږ باید تلپاتې سولې ته د رسېدو په موخه د واضحې لارې نقشه ولرو او یو ګډ لید لوري ته ورسېږو چې د جنګ عوامل، مقیاس او قیمت کوم دي.
د هېواد جمهور رئیس په ټینګار وویل:سولې ته ژمنتیا د دې مانا نه ورکوي چې موږ ارام کېنو او غچ نه اخلو، د هغو کسانو ترمنځ  دې تفکیک وشي چې سوله مني او هغوی چې سوله ردوي.
محمداشرف غني وویل: د دې فاجعې مسوول سوله نه مني او د هغوی پرمخ د سولې دروازې تړلي دي. دوی به یوازې تر خپلې بشپړې نابودۍ پورې زموږ د عزم او ارادې شاهدان وي او برعکس ټول هغه کسان چې سوله مني د دې ملت د پرانیستې غېږې شاهدان به شي.
هغه په ټینګار وویل، موږ به د عقل او تدبیر په اساس خپل غچ واخلو او باور ولرئ په هر سوري کې چې پټ شي، نو ورڅخه را وبه یې باسو.
جمهور رئیس د سولې پر وړاندې د خنډونو پر پېژندلو ټینګار وکړ ويې ویل، زموږ دریځ باید واضح شي چې د سولې لپاره زموږ حدود څه دي، د بېلګې په ډول مېرمنې له خپلوحقونو نشي محرومېدلی او موږ د خپلو وطنوالو حقونه نشو قرباني کولای.
هغه وویل، موږ باید اجماع ولرو چې هدف څه دی، د لارې نقشه څه ده، مراحل او میکانیزم څه دی او د سولې لپاره باید پاک نیت، واضح اراده او مشخص تصمیم ولرو.
جمهور رئیس څرګنده کړه، زموږ ملي مشورې تل په جرګو استوارې وې. د سولې راوستل زموږ د ملي فرهنګ برخه ده. نور دې موږ ته د سولې درس نه راکوي. هغه ټینګار وکړ چې دوه مرحلې، چمتووالې او مذاکرات باید بشپړ بین الافغاني وي او درېیمه مرحله چې ضمانتونو ته اړتیا لري. باید د نړیوالې ټولنې په مرسته ترسره شي.
جمهور رئیس غني وویل: نن موږ پشپړ نه یوو، زه غواړم ستاسې اجماع ولرم چې نور دې پر مهاجرینو لوبي ونشي او ټولې ادارې دې پر دې تمرکز وکړي چې مهاجر افغانان په ډېره کمه موده کې په عزت او حیثیت سره خپل وطن ته راستانه شي. موږ باید ژمنه ولرو چې د مهاجرت مسله په اساسي توګه حل کړو.
جمهوررئیس پر دې په ټینګار چې د جنګ عوامل دې تعریف شي ترڅو سرتاسري اجماع ولرو وویل، سولې ته د رسېدو او د هغې د تلپاتې کېدو په موخه باید د لارې نقشه ولرو.
محمداشرف غني په بین الافغاني مناسباتو ټینګار وکړ، موږ افغانان باید د یو بل پر وړاندې غرور ونه لرو، زموږ لار د غرور لار نه ده، بلکې زموږ لار د خلفای راشدینو ده او زموږ حیثیت په سوله، خدمت او ابادولو کې دی.
جمهوررئیس زموږ پر خلکو د تپل شوې جګړې په اړه وویل، دوه مفکورې شته، لومړی دا چې افغانستان د بین المللي تروریزم مرکز شي چې په دې حالت کې د افغانستان خلک قرباني دي او دویمه مفکوره زموږ لیدلوری دی چې افغانستان د اسیا څلورلار شي چې په دې لیدلوري کې د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره ټولې منابع کارول کېږي.
جمهوررئیس غني دېته په اشارې چې د سولې شورا کار زموږ د سرتېرو د کار په اندازه چې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي مهم دی وویل، له دې اړخه جګړه او سوله نن نه بیلېدونکی پیوند لري. هغه زیاته کړه دواړه باید یوځای مخته یووړل شي، خو زموږ موخه سوله ده، ځکه جنګ تپل شوی دی او موږ اړ یوو چې له خپل ځانه دفاع وکړو.
جمهوررئیس د کابل د امنیت په اړه وویل، ځینې بېړني اقدامات به ترسره کړو او زما هیله د سولې عالي شورا او ټولو خلکو نه داده چې کوچني سیاستونه، شخصي اړیکې او نورې برترۍ زموږ په امنیتي، دفاعي او اداري برخو کې ځای نه کړي.
په دې غونډه کې د سولې عالي شورا رئیس محمدکریم خلیلي هم خبرې وکړې او د سولې عالي شورا د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه یې معلومات ورکړل او د سولې له برنامو څخه یې د جمهوررئیس او ملي یووالي حکومت  د ملاتړ او پاملرنې مننه وکړه.
هغه د وروستیو تروریستي پېښو په خاطر خپله خواخوږي او غمشریکي څرګنده او ټینګار یې وکړ چې دا ډول پېښې موږ د سولې پر پروسه لا باوري کوي او یواځېنۍ لار چې کولای شي موږ  تلپاتې سولې ته ورسوي، د سولې پروسه ده.
خلیلي زیاته کړه، بالاخره به په افغانستان کې سوله پلې کړو او په افغانستان باندی پر تپل شوې جګړې به بریالي شو. هغه زیاته کړه د سولې په عالي شورا کې تحرک او نوښت رامنځته شوی.
د سولې عالي شورا رئیس څرګنده کړه، پر دوه مسئلو د افغانستان خلک اجماع لري، لومړی په هېواد کې سوله او دوهم داچې دا  سوله باید د افغانانو په رهبرۍ، مالکیت او مدیریت وي.
هغه وروستیو تروریستي پېښو ته په اشارې وویل، دا ډول تروریستي عملونه د سولې پروسې پر ضد او د افغانستان د خلکو د مایوسه کولو په خاطر دي او هڅه کېږي چې موږ ملامت کړي.
خلیلي وویل، چمتو یوو هغو مخالفینو سره چې مذاکره مني او جنګ نه مني د سولې مذاکرات پیل کړو.
د سولې عالي شورا رئیس د خپلو خبرو په پای کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او سرښندونو د ستایلو ترڅنګ وویل، جنګ د حل لار نه ګڼو او د هغو مخالفانو سره چې سولې ته چمتو دي، سوله کوو او له هېڅ ډول مذاکراتو ډار نه لرو. #پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته