خبرونهامنیت

 د طالبانو د ماين جوړولو مسوول ونيول شو

 کابل /د ليندى ٢٠مه /باختر

پوليسو نن  د  طالبانو د تروريستي ډلې  يوغړى چې د ماين جوړولو مسووليت يې په غاړه درلود، په پروان کې ونيوه .

د کورنيو چارو د وزارت وياند طارق ارين د باختراژانس خبريال ته وويل  پوليسو  د طالبانو د تروريستي ډلې  يو مهم غړى چې د ماينونو په تېره بيا د مقناطيسي ماينونو د جوړولو مسووليت درلود په پروان کې  د عملياتو په بهير کې ونيوه.

نيول شوى سړى  د تروريستي بريدونو  د سازمان ورکولو په مقصد له بغلان څخه پروان ته راغلې و چې  د پروان د بګرام له ولسوالۍ څخه د پوليسو په عملياتوکې ونيول شو.

د يو بل خبرله مخې، پوليسو د هرات ښار د اوومې حوزې د خواجه کلا له سيمې څخه يو بوشکه يي ماين او د غزني د زنه خان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه  يو ښخ کړى شوى ماين  چې  د وسله والو طالبانو له خوا ښخ کړى شوى و له چاودنې مخکې کشف او شنډ کړ.

ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته