کابل باختر دزمري شپاړلسمه :
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رياست دکتلوي معافيت دمرکز دودانۍ دجوړولو کار پرون پيل شو .
دلوګر ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر رسول ګل ثمر دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ودانۍ ديونيسف په مالي مرسته د ١٥ مليونو افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول ددغه ولايت په مرکز پل علم ښار کې په يو کال کې جوړيږي .
ده زياته کړه چې ددغه مرکز په سړه خونه کې به د ٥٤ کلينيکونو لپاره واکسين وساتل شي او وبه ويشل شي .
ددغه مرکز دکار دپرانستلو په مراسمو کې دلوګر والي محمد انور خان اسحق زي او نورو مسوولانو ونډه اخستې وه . ختم_ شکريه _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ