کابل / باختر/ د غويي دمياشتې ٧ مه
د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ امنيتي مسوولينو د دوه زره ځانمرکو واسکټونو او د ١٦ زرو کيلوګرامه چاوديدونکو توکو د کشفولو خبر ورکړ.
د لوګر ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختر آژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو پرون په خروار ولسوالۍ کې هدفمند عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځي بريد وشو او له هغه څخه ١٦زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي او دوه زره ځانمرګي واسکټونه کشف او د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلل.
احمدزي زياته کــړه چې په دغو عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
پاى ج ذ