اقتصاد

داجراتو دڅيړنې په باب درې ورځنۍ روزنيز ورکشاپ داقتصاد دوزارت له خوا جوړشو.

کابل- باختر دکب دمياشتې ٢٥
داجراتو دڅيړنې په باب درې ورځنۍ روزنيز ورکشاپ داقتصاد دوزارت له خوا جوړشو.
داقتصاد دوزارت دمطبوعاتو امريت باختر آژانس ته خبر ورکړ.
په دې غونډه کې داقتصاد دوزارت مسلکي معين پوهنمل حکم خان حبيبي خبرې وکړې او ويې ويل داجراتو څيړنه ديو اصل پربنسټ تکيه لري چې په يو کال کې ديوه کارکوونکى کړه وړه ښي چې بايد داصولو او قواعدو له مخې تطبيق شي.
څيړنه دکارونو دښه والي او داجراتو دتطبيق لپاره يو حتمي بهير او ضروري کار دى چې لازمه ده چې تاسې ددغه ورکشاپ په بهير کې داجراتو دڅيړنې ښه او نوى ميتودونه زده کړي او دهغو له مخې په راتلونکى کال کې په ښه او غوره ډول اجرات وڅيړى.
ورکشاپ د ادارى اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دکميسيون د اجراتو دڅيړنې دلارښود علي بابا احمدي له خوا دپروګرام په معرفي کولو سره پاى ته ورسيد.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته