امنیت

لس تنه وسله وال طالبان دملي اردودځواکونو له خوا ووژل شول .

کابل باختر دثور شپږمه :
دغزني ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې تيره شپه  د ٢٠٣ تندر قول اردو په عملياتو کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول اته تنه ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول .  يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى
ديوبل خبر له مخې داندړو ولسوالۍ دنظرخان  په ساحه کې دامنيتي ځواکونو دمحاربوي عملياتو په بهير کې  پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول پنځه تنه ټپيان او دوه تنه نور طالبان له دوو موټرسايکلونو سره ونيول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته