امنیت

چارلس : دامريکا ځواکونو ته صلاحيت ورکول ، افغان ځواکونه لازيات فعالوي .

بروکسل  باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په کابل کې  دناتو دځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت وايي  په افغانستان  کې تاوتريخوالى وحشتناک  دى خو افغان ځواکونه دهغوى پرخلاف غوڅه مبارزه کوي
خو ددغه ماموريت  وياند  جنرال چارلس  کليفلند  له ازادي له راډيو سره  په يوه ځانګړې مرکه کې وويل :افغان ځواکونه دتيرکال په پرتله قوي دريځ لري او دليل يې دادى چې هغوى له دفاعي حالت څخه راوتلي اويرغليز حالت يې غوره کړى دى .
چارلس   کليفلند وايي هغه نوي صلاحيتونه چې امريکايي امنيتي ځواکونو ته په افغانستان کې  ورکړ شوي دي دافغان ځواکونو ددغې يرغليزي ستراتيژۍ  لپاره اغيزمن دي خو  په دغو صلاحيتونو کې دامريکايي ځواکونو شپني  عمليات  شامل نه دي .
  ده وويل :په  ٢٠١٥ کال کې لکه څنګه  چې ما په دې مورد خبرې وکړې امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې و او ملاتړ يې هم کيده خو اوس په ٢٠١٦ کال کې  چې افغان امنيتي ځواکونه په يرغليز حالت کې دي دجمهور رييس له خوا امريکايي ځواکونو ته نوي صلاحيتونه ورکړ شوي دي چې افغان امنيتي ځواکونو ته فرصت ورکړشي چې زيات فعال شي او دستراتيژيکو هدفونو دترلاسه کولو لپاره له افغان امنيتي ځواکونوسره همکاري کوي .
امريکا په  ٢٠١٤ کال کې په افغانستان کې  له جګړې لاس  واخيست خوپه دغه هېواد کې دبريدونو په زياتوالي سره  تيره اوونۍ يوځل بيا دامريکا جمهور رييس خپلو ځواکونوته اجازه ورکړه چې داړتيا په صورت کې دافغانستان په جګړه کې برخه واخلي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته