ټولنه

په خوست کې پر۵۰۰ بې وزلو کورنیو موښلي کالي ووېشل شول

متون/ د سلواغې ۲۰ مه/ باختر
په خوست کې د ( مهربانۍ دېوال) په نامه کمپاین کې موښلي کالي راټول او وروسته پر ۵۰۰ بې وزلو کورنیو ووېشل شول.
د مهربانۍ دېوال د همکارۍ او لاس نیوى يوه پروسه ده چې موښلي ژمني کالي راټولوي او بیا یې پر بې وزلو کورنیو وېشي.
د مهربانۍ دېوال یو تن کمپاین کوونکي او د ځوانانو مدیر محمد افضل افضلي د باختر اژآنس سیمه ييز خبریال ته وویل چې په دې پروسه کې خلک په خپله خوښه ژمني ګرم کالي د مهربانۍ دېوال غړو ته سپاري او وروسته یې بیا دوی پر بې وزلو کورنیو وېشي.
افضلي زیاته کړه چې تر اوسه ۵۰۰ ژمني ګرم توکي ( کورتۍ، بنېنونه ،ګرمې جامې ) راټول شوي او پر بې وزلو خلکو وېشل شوي دي.
هغه پر ځوانانو غږ وکړ چې له دې کمپاین سره یو ځای شي څو په خوست کې د زیاتو بې وزلو کورنیو لاس نیوي ته لاسرسی وکړي.
د مهربانۍ دېوال یو بل همکار نصیب الله ریحان وویل چې دغه کمپاین دوام لري او راتلونکي کې به هم له شتمنو خوستوالو موښلي او نوي توکي راټول او پر اړو کسانو به وویشل شي.
په ورته وخت کې رضاکار ځوانان عمر رحمانزی او محمد یونس پر شتمنو غږ وکړ چې خپل موښلي کالي د مهربانۍ دېوال ته وسپاري چې په اړو کورنیو ووېشل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر ځوانانو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ورته کمپاینونه پیل کړي او له بې وزلو کورنیو سره مرستې کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته