ټولنه

دبګرام ولسوالۍ دخلکو شکايت .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دبگرام ولسوالۍ دنيازيو دکلي اوسيدونکې دامنيتي ځواکونو دپرله پسې او بې نتيجې هلوځلو له امله شکايت کوي.
دغو خلکو خپلې ستونزې دپروان له والي سره طرحه کړې .
دپروان ولايت دوياند د دفتر مسوول باختر آژانس ته وويل : دبګرام ولسوالۍ دنيازيو دکلى سپين ږيرو او مخورو په داسې حال کې چې د پروان دولايتي شورا رييس غلام بها والدين هم حاضرو په دغه کلي کې دامنيتي ځواکونو دپرله پسې خو بې نتيجې هلوځلو له پلوه خپلې ستونزې بيان کړې او ددغه بهير دبندولو غوښتنه يې وکړه په دې کتنه کې دپروان دولايتي شورا رييس ددغه ولايت له والي سره د نيازيو دکلي دسپين ږيرو او مخورو دکتنې هدف بيان کړ او له دولت څخه سره ددغه کلي دخلکو دملاتړ له امله دقدردانۍ په ترڅ کې يې ددغو پلټنو دبندولو غوښتنه وکړه .
دغه راز په دې کتنه کې دنيازيو دکلي يو تن ديني عالم دنورو په استازيتوب خبرې وکړې دامنيت دتامينولو په لاره کې يې دامنيتي ځواکونو دهلوځلو دقدردانۍ ترڅنګ دنيازيو دکلي دخلکو دکور په کور عملياتو په خاطر ددغو ځواکونو ناڅاپي ننوتل دانديښنې وړوبلل .او په تيرو وختونو او اوس يې له امنيتي ځواکونو سره دنيازيو دکلي دخلکو دښو اړيکو او هميشنۍ ملاتړ يادونه وکړه .
دپروان والي محمد عاصم عاصم دنيازيو دکلى خلکو ته دښه راغلاست په ترڅ کې په دغې ولسوالۍ کې دبګرام دهوايي اډې شتون چې په بگرام ولسوالۍ کې دامنيتي اقداماتو دجدي تعقيب سبب شوى دى د امنيتي ځواکونو دپرله پسې پلټنو عامل وباله او ويې ويل: دبګرام دهوايي ډګر دشتون ترڅنګ دپروان له سيمه ييز حکومت سره له سلامشورې پرته دامنيتي ځواکونو ځانګړى عمليات په بګرام کې دجدي امنيتي اقداماتو او پرله پسې پلټنې نور دلايل دي .
د پروان والي ددغو دليلونو په بيانولو سره دنيازيو دکلي خلکوته وويل : چې دغه ستونزه په مرکز کې دامنيتي مرکزونو له مسوولينو سره طرحه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته