کابل باخترد غبرګولې يو ويشتمه :
٦ تنه وسله وال طالبان په ميدان وردګ ولايت کې دپوځيانو په عملياتو کې ووژل شول .
دغه عمليات تيره شپه دسيد اباد په ولسوالۍ کې د طالبانو په مرکزونو ترسره شول .
دميدان وردګو ولايت يوه پوځي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات دملي امنيت دځواکونو له خوا ترسره شول اوله امله يې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو عملياتو کې دطالبانو دوه مرکزونه له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه لاړل . ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ