کابل باختر د مرغومي دويمه :
دبشر دحقوقو مدافع سازمان پرون دخليج په هېوادونو کې دساختماني شرکتونو لپاره يو لارښود خپور کړ چې دمهاجرو کارګرانو لومړني حقوق رعايت کړي .
دايران دولتي خبري اژانس داسوشيتد پرس دخبرې اژانس له خولي وليکل چې دغه لارښود په عربستان ، عربي متحده اماراتو ، قطر او دخليج په نورو عربي هېوادونوکې له مليونونو تنو په کاربوخت و و ،
مهاجرو کارګرانو څخه دناوړې استفادې له مواردو سره دمقابلې لپاره صادر شوى دى .
دصادر شوي لارښود له مخې ، ساختماني شرکتونه موظف دي چې دکارګرانو اجوره په بشپړه توګه ورکړي ، دکارګرانو پاسپورتونه په مناسب ځاى کې وساتي او داستوګنې مناسب ځاى دهغوى په واک کې ورکړي ، کارګران استثمارنه کړي او اضافه کاري ېې ومني .
څرنګه چې ټاکل شوې ده قطر د ٢٠٢٢ ميلادي کال دسياليودجام کوربه وي دغه هېواد په خاصه توګه دکار دقوانينو ددقيق اجرا کولو تر څارنې لاندى دى .
0 1 دقیقه لوستل