کابل باختر دثور اتمه :
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دطالبانو يومشهور قوماندان له خپلو دوو تنو افرادو سره دامنيتي ځواکونوپه عمليات کې ووژل شو .
ملا صبغت چې دامنيتي ځواکونو تر تعقيب لاندې و په زياتو تروريستي بريدونوکې يې لاس درلود اوپه ده باندې دغلا ، شوکمارۍ ، بم ښخونې اوورانکاروفعاليتونو تور لګيدلى و .
دطالبانو په دغه قوماندان له هغه وروسته دامنيتي ځواکونو له خوا بريد وشو چې په دولتي ځواکونو يې دبريد نيت درلود .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل: ملا صبغت دملا صمد له مشهورو قوماندانانو څخه و چې پخوا هم په ده بانډې دتروريستي بريدونو دسازمان ورکولو تور لګول شوى و .
ددغو عملياتو په بهير کې چې دزيارت چنګان په سيمه کې ترسره شول څلور تنه نوروسله وال طالبان ټپيان او ددوى دوه موټرونه ويجاړ شول .
0 1 دقیقه لوستل