سیاست

جمهور رئیس غني د ملي شورا له رهبري پلاوي سره وکتل

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې د ملي شوراله رهبري پلاوي سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د ملي شورا رهبري غړو د احمدخان ایشچي موضوع ته د رسیدګي په خاطر د حکومت د موقف ملاتړ وکړ او په دې اړه یې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه وکړه.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس وویل، د خلکو ارامي او د ژوند مصئونیت حکومت ته ځانګړی ارزښت لري او حکومت د عدالت د تامین په برخه کې  د قانون تطبیق او هر اړخیزو څېړنو ته ژمن دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته