فرهنګ

له دې وروسته د ګرانو هيوادوالو کورونو؛ دفترونو او هټييو ته کتابونه وړل کېږي

قلات باختر د مرغومې ۱۸ مه
په زابل ولایت کې په لومړي ځل د ګرځنده کتابتون په جوړېدو سره د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې  د کتاب لوستنې  د دود د عامولو  لپاره به له دې وروسته د ګرانو هېوادوالو کلی په کلی ، کور په کور،دفتر په  دفتر او آن هېټو ته کتابونه وروړل کېږي.
که څه هم په دې  وروستیو کې  د نړۍ په کچه د بېلابېلو  ادارو او مدني ټولنو له لارې، هڅې  پیل شوي څو د کتاب لوستلو دود عام او پراخ کړي، خو د ډېرو  خلکو  په باور ، ټولیزې رسنۍ، ویب پاڼې او کمپیوټر ته پراخ لاسرسی،  هغه څه دي چې  د کتاب لوستلو  دود یې  کم  کړي دی.
د زابل  ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس عبدالرزاق بشر وايي:  سره له  دې چې په دې وروستیو کې ځوانانو د کتاب لوستلو سره لیوالتیا پیدا  کړې او کتاب لوستنې ته یې مخه کړې، خو بیا هم د نورو هېوادونو په کچه کم رنګه ده.
بشر وايي:
(( د ګرځنده کتابتون له جوړولو څخه یې موخه د عامه ذهنيت روښانتيا؛ سوله او د نړۍ له روان کاروان سره د ګرانو هيوادوالو يوځاى کېدل دي؛ موږ ناپوهۍ د نړۍ تياره لورې ته کړي يوو.
کتاب مو لاره ده؛ پرته له کتابه زموږ پرمختګ ناشونى کار دى.))
بشر زیاتوي  چې د لوست د دود د عامولو په پار به د کتابونو د ۳ ورځني نندارتون د جوړولو تر څنګ د ګرځنده کتابتونونو جوړول دوام وکړي او له همدې  لارې غواړي چې کتابونه د ګرانو هيوادوالو کورونو؛ دفترونو او هټييو ته وروړي.
بشر پر زابليانو او په ټوله کې پر ټولو هيوادوالو غږ  وکړ؛ چې هر افغان دې پخپل کور او دفتر کې يو کوچنى کتابتون جوړ کړي.
دا چې زابلیان  هم په  هېواد کې  د روانې جګړې له امله ډېر زیانمن شوي او له امله یې  زیات شمېر وګړي هم له زده کړې بې برخې  شوي،  د دوی لپاره د  ياد کتابتون جوړېدل  نوى کار او نوې خبره ده؛ دوی یاد کتابتون ته خورا خوشحاله او دغه کتابتون يې خورا مهم بللی دی.
دغه ګرځنده کتابتون چې د مازيګر تر ناوخته په قلات ښار کې ګرځول کېده؛ د پوهې او کتاب اړوند بېلابېل شعارونه يې له ځان سره لېږدول.
د قلات  ښاریان هم د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دغه کار ستايي او زیاتوي چې یادې ادارې په معنوي لحاظ د لوړ ارزښت کړنه ترسره کړې.
خو یو شمېر فرهنګیان بیا وايي چې په  هېواد کې روانه جګړه او بې وزلي هغه څه دي چې د کتاب لوستلو سره یې  د ځوانانو مینه کمه کړې.
یو تن فرهنګ پال او لیکوال بریال امیري  بهسودوال له باختر اژانس سره په خبرو کې  وویل چې، بې وزلي،  جګړه او ناوړه دودونه هغه ستر لاملونه دي چې له لوست سره یې د ځوانانو لیوالتیا کمه کړې.
امیري هم له ځوانانو غواړي چې خپل وخت دې د بې ځایه مصروفیتونو پر ځای د کتاب لوستلو  ته ځانګړی کړی.
د هېواد په  جنوبي ولایت زابل  کې په  داسې  حال کې ګرځنده کتابتون په فعالیت  پیل  کوي چې تر دې وړاندې د هېواد په یو  شمېر نورو ولایتونو کې هم ورته کتابتونونه جوړ شوي چې د فرهنګیانو،لیکوالانو،ادیبانو او د مدني فعالانو له  لوري یاد کار خورا ګټور ا و  مهم بلل شوی دی.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته