کابل باختر دلړم لومړى :
دتخار ولايت پوليس نن دجنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شول
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير دباختراژانس خبريال ته وويل چې دتخار پوليسو د جنګي وسايلو دغه ډيپو ددغې قوماندانۍ دبرحال معتمد بريالي داستوګنې په کور کې کشف کړ .
داسير دڅرګندونوله مخې، په دې ډيپو کې ٢٢ کلاشينکوفونه ، دوه توغندي ، يوه پيکا ، څلور چره يي توپکونه ،شپاړلس تومانچې ، دوه رنجر موټرونه ، يوموټرسايکل ، دوه مخابرې ، دولسي جرګې دموټرو څلور پليټونه څلور شخصي پليټونه څلور دپوليسو پليټونه او يوه اندازه مهمات او پوځي تجهيزات ترلاسه شوي دي .
يوه اړنده خبرځاى وويل چې بريالى دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
ختم- عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ