امنیت

په بګرام ولسوالۍ کې د پوځي تجهيزاتو کشف او ضبط

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٠
د بګرام ولسوالۍ په مربوطاتوکې پرون د امنيتي ځواکونوپه ګډوچاڼيزو عملياتو کې يوه اندازه جنګي وسايل ترلاسه شوي دي.
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: د کشفي اطلاعاتو او د امنيتي ځواکونو د همغږۍ د مرکز د قوماندانۍ له ګډ پلان سره سم د بګرام ولسوالۍ په ده ملا، برګاملي او دوغ آباد په کليوکې د ملي پوليسو، ملي امنيت او د ملي اردو د امنيتي ځواکونو او د بګرام ولسوالۍ د پوليسو د پرسونل په ګډو هلوځلو سره د چاڼيزو عملياتو او د کورونو د پلټنې په بهير کې يوه ولچک، يوه برقي ډنډه او درې پوځي کمربندونه د درندو وسلو له يوې اندازې مهماتو سره په يوه ډيپوکې کشف او ترلاسه شول.
ويل کيږي چې دغه تجهيزات د پروان ولايت امنيه قوماندانۍ ته ليږدول شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته