امنیت

درې تنه امريکايي پوځيان د اردو د يو افسر د بريد له امله ووژل شول

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
درې تنه امريکايي پوځيان په پکتيا ولايت کې د اردو د يو افسر د بريد له امله ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول.
دغه پيښه پرون په ګرديز ښارکې د ٢٠٣ تندر قول اردو په قرار ګاه کې هغه وخت وشوه چې د اردو يو افسر په يوې ډلې امريکايي ځواکونو بريد وکړ.
دپکتيا ولايت يو سيمه ييز مسوول چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي؛ دباختر آژانس خبريال ته وويل: د اردو د دغه افسر د ډزو له امله درې تنه امريکايي پوځيان ووژل شول او دوه تنه نوريې ټپيان شول .
ويل کيږي، يرغلګر چې دملي اردو په يونيفورم سمبال و؛ د امريکايي عسکرو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.
ددغه سيمه ييز مسوول دڅرګندونو له مخې: يرغلګر دکندز ولايت اوسيدونکى او په ګرديرز ښارکې د ٢٠٣ تندر قول اردو يو افسر و.
امريکايي پوځيانو تر اوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى. دغه پيښه له ٢٠٣ تندر قول اردو د امريکايي عسکرو له خوا دکتنې په ًبهيرکې رامنځته شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته