سیاست

د مشرانو جرګې په غونډه کې د احتمالي پيښو په باب پوښتنې وشوې

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې١٦ مه
د مشرانو جرګې د رئيس فضل هادي مسلميار په مشرۍ د نن ورځې په غونډه کې پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزير څخه د سږني کال په ژمي کې احتمالي پېښو ته د رسيدګۍ په برخو کې د دوي د تدابيرو په اړه پوښتنې مطرح کړې.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
مشرانو جرګه د سږني کال د سختو جګړو له امله د ګڼ شمېر هېوادوالو بيځايه کېدل، د مخالفينو له خوا د مواصلاتي لارو د ګواښ، بهر څخه د ګڼ شمېر هېوادوالو د بېرته راتګ او د اړو کسانو د پراخې کتلې وضعيت ته جدي رسيدګي د حکومت د کاري لومړيتوبونو څخه ګڼي.
په سر کې پېښو ته د رسيدګۍ په چارو کې د دولت وزير انجنير ويس احمد برمک څخه د عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې د کمېسيون مشرنثاراحمدحارس او نورو سناتورانو د ژمي په موسم کې د احتمالي پېښو پر وړاندې د يادې ادارې د تياريو او د بېړنيو حالاتو کمېټې د غړو تر منځ د همغږۍ، اړو کسانو ته د په وخت مرستو د نه رسېدو، زيانمنو ته د رسيدګۍ په برخه کې د اړوندو ادارو تر منځ د نه همغږۍ، د سيلاوونو، واورو ښوېدو، زلزلو او په هېواد کې د ځمکې د ښويدنې خطرو د پيژندلو او په دي برخه کې د اوږدمهاله پلانونو، د ژمي فصل د رارسېدو مخکې سړو سيمو او صعب العبوره سيمو ته د خوراکي توکو او درملو د لېږد، د واورو پاکولو قرارداد کې د فساد د شتون، د بېړنو حالاتو کمېټې د ظرفيتونو او ځواکمنتيا، د طبيعي پېښو څخه د اطلاعاتي بانک د جوړېدو، کورنيو جګړه ځپلو بيځايه شويو او هېواد ته د بېرته راستنېدونکو ته رسيدګي او ځينې نورو مواردو په اړه يو لړ پوښتنې مطرح شوې.
ښاغلي برمک د روان کال په ژمي کې د يادې ادارې د پلانونو، تياريو او اجرااتو په اړه سناتورانو ته معلومات وړاندي کړل، ويې ويل چې د زيانونو د رامنځته کېدو پر بنسټ د سږني ژمي له پاره مخکې تر مخکې تدابير او تيارېاني نيول شوې چې د هېواد په کچه په څلور برخو لکه مالي، غذايي توکو، غير غذايي توکو او د عملياتونو د پرمختګ له پاره د لوژستيکي تدابيرو د مرستو په برخو کې دي، په پام کې نيول شوي.
نوموړي زياته کړه چې شاوخوا دوه سوه ميليونه افغانۍ پېښو سره د مبارزې د عالي دولتي کمېسيون له خوا منظور شوي دي چې د هېواد ټولو ولايتونو ته د زيان پيژندنې له پلوه د وړاندوینې سره سم په پام کې نيول شوي دي چې انتقال به شي، نوموړی زياته کړه چې په ولايتونو کې اړوندو ريسانو ته لا زيات کاري واکونه ورکړل شوي دي تر څو وکولاي شي په خلاص لاس او وخت سره سم د متضررينو د مرستو په موخه اقدامات ترسره کړی.
انجنير برمک وويل چې کابل، هرات، ننګرهار او هلمند ولايتونو کې يوسلو پنځه زرو بيځايه شويو کورنيو ته د رسيدګۍ په موخه تياري نيول شوې چې د هېواد ولسمشر له خوا د کورنيو بيځايه شويو له پاره د کندز ولايت ته شاوخوا اويا ميليونه افغانۍ، فراه ولايت ته درويشت ميليونه ، بغلان ولايت ته څلويښت ميليونه ، ارزګان ولايت ته دېرش ميليونه ، هلمند ولايت ته دري دېرش ميليونه او ننګرهار ولايت ته سل ميليونه افغانۍ منظور او انتقال شوي دي،دغه راز د جوجان ولايت درزآب ولسوالۍ ته به څلور ميليونه افغانۍ دعاجللې مرستیې په توګه انتقال انتقال شوی دی، همدا راز د کندز، فارياب ، غزنی ،فراه ،هلمند،پکتیا،سرپل او ارزګان ولايتونو د ټپيانو کورنيو او د شهيدانو وارثانو ته د ډاډګېرنې په موخه د حکومت له بودجې څخه شاوخوا يوسلو يو ميليون افغانۍ انتقال شوي دي.
نوموړي اړو کسانو ته د مرستو د انتقال څخه ډاډ ورکړ، خو په يادو برخو کې يې ځينې ستونزې هم ومنلې او ژمنه يې وکړه چې د حل په موخه به يې جدي اقدامات وکړي. خو ځينو سناتورانو د پېښو د زيانمنو د استحقاق څخه د زور واکو د ناوړه استفادې او د واورو پاکولو په برخه کې د ځينو قرارداديانو په وخت دنه اجرااتو څخه يادونه وکړه، نوموړي وزير وويل چې يادې موضوعګانې په تېره کې هم موجودې وي خو اوس د ياد وزارت کاري بهير د ښه مديريت لاندي دي او د ټولو تېرو مواردو مخه يې نيولي ده.
سره له دي هم سناتورانو په خپلو رايو سره د نوموړي رپوټ تاييد کړ.
د غونډې په آزادو بحثونو کې د مشرانو جرګې رئيس په کابل کې ميشت د فدراتيفې روسيې سفير سره د خپلې پرونې کتنې په اړه لنډ معلومات وړاندي کړل او ويې ويل، د روسيې سفير په دي باور وو چې د طالبانو سره د روسيې د اړيکو په اړه د ضمير کابلوف څرګندونو څخه بل ډول برداشت اخيستل شوې او هېواد يې طالبانو سره همکاري نه ده کړي، نوموړي غوښتنه وکړه چې د راتلونکې اونۍ د شنبې په ورځ به د مشرانو جرګې د کورني امنيت، دفاعي چارو او نړيوالو چارو کمېسيونونو سره په ګډې ناسته کې د دي موضوع د رد په اړه لا زيات وضاحت وړاندې کړي.
همدا راز يو شمېر سناتورانو د آسيا زړه هېوادونو په کنفرانس کې د جمهور رئيس محمد اشرف غني له خوا د پاکستان د ژمنه شويو پنځه سوه ميليونه ډالري مرستې له رد څخه ستاينه وکړه چې پاکستان دي يادې پيسې د خپل هېواد په داخل کې د وېره اچوونکو د مهارولو په موخه ولګوي او حتي ځينو سناتورانو پاکستان ته د دښمن خطاب وکړ، ځکه د شاوخوا دېرشو وېره اچوونکو ډلو ځالي چې د افغانستان د خلکو په وژنو او کړاوونو لاس پورې کوي، په پاکستان کې دي.
په غونډه کې همدا راز د ديني، فرهنګي، پوهنې او د لوړو زدکړو د چارو د کمېسيون مشرې د ملي راډيو تلويزيون بېلا بېلو برخو څخه د ياد کمېسيون د څارنيز سفر د ليدنې جزئيات وړاندې کړل او ويې ويل چې د ياد تلويزيون کارکوونکې د مامورينو د امتيازونو د کمښت او د ماليې وزارت له خوا د کارکوونکو د اضافه کارۍ د نه ورکړې په اړه خپل مالي او بودجوي يو شمېر ستونزې هم مطرح او په يادو برخو کې د مشرانو جرګې د رئيس د همکارۍ غوښتونکې شول.
دغه راز سناتورانو د مشرانو جرګې د رئيس د امنيتي همکار غلام الدين د شهادت له امله خپله خواشيني څرګنده کړه او د قرآنکريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره يې د نوموړي روح ته دعا وکړه.
د ولسمشر او نورو چارواکو د يوې لفظي اشتباه او يا حرکت څخه د ځينو انځورونو غير ضروري خپرولو په اړه د طلوع تلويزيون د ژورنالستي اخلاقو خلاف د خپرنيزو تګلارو څخه نيوکه، د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو هېوادونو کنفرانس ګډونوالو له خوا افغانستان سره د لا زياتې پاملرنې او همکارۍ غوښتل، هغو مواردو ته په جدي رسيدګۍ ټينګار چې د عمومي غونډو له خوا د کمېسيونونو ريسانو ته دنده سپارل کيږي او ځينې نورې موضوعګانې د نن ورځې د غونډې له بحثونو څخه وو.
د مشرانو جرګې رئيس د پورتنيو مواردو په جمعبندۍ او د ضمير کابلوف د څرګندونو پر وړاندې دسناتورانو پرجدي غبرګون دتماس نیولو سربېره، د پاکستان د تبليغاتي مرستو د رد په اړه د هېواد د جمهور رئيس له دريځه ملاتړ او قدرداني وکړه چې د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنې يې د آسيا زړه کنفرانس کډونوالو او د نړيوالو غوږونو ته ورسولې او ويې ويل چې د افغانستان ملت د ياد هېواد هدف لرونکو مرستو ته اړتيا نه لري چې پر وړاندې يې د هېواد د بيګناه خلکو او وسله وال ځواک وينې تويې شي، او د مجلس له کمېسيونونو يې وغوښتل تر څو هغو ستونزو ته ته رسيدګي وکړي چې د هېواد خلک ورسره مخ دي او هم يې تياري څرګند کړچی د ملي راډيو- تلويزيون د کارکوونکو شکايتونه به د هېواد د ماليې وزير سره مطرح کړي.
د غونډې په يوې برخه کې د سوداګريزو علايمو قانون په اړه د سنګاپور تړون او د صنعتي ملکيتونو څخه د ملاتړ په اړه د پاريس کنوانسيون چې د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون او نورو کمېسيونونو کې تر مطالعې او څېړنې لاندي نيول شوې وو، د سناتورانو هر يو لطيف خان ژوندي، سيد صفي الله هاشمي، نجيبې حسيني او فوزيې سادات څمکنۍ له خوا غونډې ته وړاندي او د رايو په اکثريت تاييد شول.
دغه راز د نه ليدونکو،کمزوري نظرلرونکواشخاصو او نورو معلولیتونو د لاسرسي د تسهيل او د چاپي آثارو او سرچينو په اړه د مراکش معاهده د يوې مقدمې او دوه ويشتو مادو په داخل کې چې د ولسي جرګې له خوا راستول شوې وه، د منشي نايب نجيبې حسيني له خوا غونډې ته وړاندي او ځانګړې کمېسيون ته واستول شوه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته