امنیت

اووه پوځيان په بغلان کې شهيدان شول

کابل/ د ليندۍ ١٧مه/باختر
اووه پوځيان تېره شپه په مرکزي بغلان کې له طالبانو سره په نښته کې شهيدان شول.
د مرکزي بغلان ولسوال خانوزاده مظلوميار د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه پوځيان د مرکزي بغلان په غلام باى کلي کې پر امنيتي پوستې د طالبانو په بريد کې شهيدان شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
د مرکزي بغلان د جراحۍ روغتون د سرويس څانګې مسوول ډاکتر خليل نرمګوى وايي: د ټپي سرتېرو روغتيايي حالت مخ په ښه والى دى.
ويل کېږي په نښته کې طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
ختم- سعيده -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته