سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د اقتصاد دعالي شورا غونډه جوړه شوه

کابلباختر د زمري د مياشتې ٣١
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازدیګر د اقتصاد دعالي شورا غونډه په ارګ کې جوړه شوه
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړز
په دې غونډه کې په مرکز او ولایتونو کې د واحد ادرس له لارې په لنډمهالو او اوږدمهالو طرحو د ترانسپورتي او ښاروالیو د محصولاتو په راټولولو او دغه راز، د اسان خدمت ادارې د اجرااتو  په راپور او د موټرچلونې او جواز سیر پر برېښنایي طرحې بحث وشو.
په پیل کې د مالیې وزارت د ګمرکونو رئیس ډاکټر نجیب‌الله وردګ د ترانسپورتي او ښاروالیو محصولاتو د راټولولو لنډمهاله او اوږدمهاله طرحې غونډې ته وړاندې کړې. هغه وویل، دغه طرحې د ترانسپورتي عوایدو د راغونډولو سیستم د ښه‌والي په خاطر د ترانسپورت او فواید عامې وزارتونو، د سیمه‎ییزو ارګانونو ادارې، کابل ښاروالۍ، سوداګرۍ او صنایعو خونې، خصوصي سکتور او نورو ارګانونو سره په همغږۍ او تفاهم ترتیب او تنظیم شوې ده.
په دې طرحه کې د قوانیو او مقرراتو پر زړښت، کمزوري مدیریت، د بارنامې له ورکړې پرته په جعلي سندونو،  د سټنډرډ ترمینل پر نشتوالي، د لوړ تناژ لرونکو تلو په نه موثریت او د مامورینو ټيټ ظرفیت  هغه ستونزې په ګوته شوې چې په دغه پروسه کې یې خنډ رامنځته کړی. دغه راز، په دې طرحه کې د لنډمهاله، منځ‎مهاله او اوږدمهاله حل لارو اټکل شوى دى.
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو دخونې مرستیال، خانجان الکوزي د خصوصي سکتور په استازیتوب د دغې طرحې له وړاندې کولو مننه وکړه وې ویل، په تېره یوه نیمه لسېزه کې دا لومړۍ طرحه ده چې د حکومت له لورې ترتیب شوې او په دې برخه کې اقدامات کېږي.
هغه وړاندیز وکړ چې د عوایدو راغونډول دې په درېو برخو ووېشل شي او له ترانسپورت وزارت څخه یې وغوښتل، چې د ټکس (مالیې) دراټولولو په مقابل کې دې ښاریانو ته ډېر خدمات وړاندې کړي.
د ولسي جرګې وکیل صدیق احمد عثماني د یادې طرحې هرکلی وکړ وې ویل، په دې برخه کې دې بېلابېلې موضوعګانې په یوه لایحه کې شاملې شي. هغه زیاته کړه، په لویو لارو کې تلو  ستونزې راولاړې کړي او دغه تلي  باید داسې ځای ته ولیږدول شي چې د کنترول وړ وي. دغه راز، د عوایدو راغونډول او فیسونه د یو لړ قوانینو تابع دي  او باید په قوانینو کې  تعدیل ته چمتوالی ونیول شي.‎
د فواید عامې وزرات سرپرست یما یاري وویل، ښه ده چې تلې مالیې وزارت پورې اړوند  او ټولې فعالې شي چې د کنتړول وړ وي. هغه د سړکو په اړه وویل، د فواید عامې وزارت د سړکونو ساتنه اوڅارنه او خوندېتوب په طرحه کار کوي.
د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفی مستور په دې اړه وویل، د پروسو د ساده کولو موخه په خصوصي سکتور کې د اسانتیاوو برابرول دي، نه د عوایدو زیاتوالی. کېدای شي په پیشنهادي فیصدۍ کې کموالی په پاى کې ونیول شي او یا هم د حق العبور په قانون کې د تعدیلاتو اټکل وشي.
د ترانسپورت وزارت سرپرست حمیدالله طهماسي وویل چې د تعرفو په معیاري کېدو اقدام شوی چې  ژر به چاپ او چمتو شي. هغه د ترانسپورت ستونزې د مقرراتو او قوانینو زوړوالی په ګوته کړ وې ویل، دا مقررات او قوانین د تړلو بازارونو  لپاره ترتیب شوي دي او اوس مهال بازارونه ازاد دي نو تعدیل ته اړتیا لري.
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د جریمو په اړه خبرې وکړې وې ویل، باید اساس یې وارزول شي چې د فساد په  سرچېنه بدل نشي.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه وویل، یاده طرحه د شپږو میاشتو لپاره په لنډمهاله ډول جوړه شوی ده چې له تجربو او د بیاکتنو د پایلو وروسته د بدلون وړ ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل، په دې طرحه کې په لنډمهاله اقداماتو ټینګار شوی خو په دې برخه کې منځ‎مهاله  او اوږدمهاله طرحو ته  اړتیا ده. هغه د فوایدعامې او ترانسپورت وزارتونو سرپرستانو ته لارښوونه وکړه چې له خصوصي سکتور سره په همغږۍ پر منځ‎مهاله طرحو کار وکړي.
جمهوررئیس څرګنده کړه چې تلې دې ګمرکاتو ته ولېږدول شي او د مالیې وزارت امنیتي برخه دې هم پیاوړې شي. هغه زیاته کړه چې تلي انحصارې شوي او په دې اړه یې دوه طرحې وړاندیز کړې، لومړۍ طرحه یې د یوکال په لړ کې د فیس څخه معافیت او دغه راز د ګرځنده جریمې فعالېدل دي. 
جمهوررئیس وویل،  خصوصي سکتور هم باید په دې برخه کې ګډون وکړي او باید د تلو لپاره ګټور سیستم او ګرځنده نظارت جوړ شي. هغه د ترانسپورت وزارت د مقرراتو او قوانینو د تعدیل په اړه وویل، د قوانیو د تعدیل په برخه کې هراړخیزې  ارزونې  ته اړتیا ده. 
جمهوررئیس ټینګار وکړ چې له خلکو څخه د مالیې اخېستو په بدل کې باید خدمات وړاندې شي. هغه د اومو (خامو) موادو د مالیې په اړه وویل، له دې وروسته به اومه توکې له مالیې څخه معاف وي.
د اجنډا په بله برخه کې د اسان خدمت ادارې د اجرااتو  په راپور او د موټرچلونې او جوازسیر پر برېښنایي طرحې چې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له لورې وړاندې شوې وه، تفصیلي بحث وشو.
د اسان خدمت ادارې مسوولینو وویل،  دغه اداره د عامه او  خصوصي سکتور خدمات تر یو چتر لاندې عرضه  کوي چې  په لنډه موده کې یې په شفاف ډول لوړ کیفیت لرونکي خدمات وړاندې کړي او د ERPسیستم په تطبیق سره به الکترونیکي حکومتولۍ ته زمینه برابروي.
د مخابراتو وزارت سرپرست وویل، د دغې طرحې پر بنسټ به د ترافیکو ریاست په ټولو برخو لکه د جوازسیر  ویش او تجدید، د موټر چلونې د جواز ویش او تجدید، د پلیټونو ورکړه، پېښو، د ادارو د ليږدوونکو وسایطو په پېر او پلور کې کاغذپراني له منځه لاړه شي.
هغه د دغې طرحې عمده موخې دبرېښنایي جوازسیر او موټرچلوونې جواز د ویش اسانتیاوې، د ترافیکي پروسو د ساده کولو، د ترافیکو ادارې د کارکوونکو وړتیا لوړول، د اسان خدمت له  ادارې سره د ترافیکي سیستمونو نښلول او د مسلکي او تخنیکي کدرونو استخدام په ګوته کړې.
د ولسي جرګې غړي صدیق احمدعثماني  دغه طرحه مثبته وبلله او وې ویل،دې ته اړتیا ده، چې مرکزي سیستم جوړ شي او د اسان خدمت له ادارې سره د ترافیکو ادارې د اړیکو څرنګوالی دې تر بحث لاندې ونیول شي.
په سواګریزو چارو کې د جمهوررئیس سلاکار سیروس علاف هم په دې اړه وویل، وړاندې شوې طرحه مناسبه ده او کولای شي ښاریانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د اداري فساد مخه ونیسي.
د کابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب‎زي وویل، د اسان خدمت ادارې سره یې کاري همغږي پیل کړې او د ګډ کار پرېکړه شوې ده. هغه وړاندیز وکړ چې د مقرراتو په برخه کې دې ټاکلي معیارونه وضع شي.
د مرکزي داحصايې ادارې عمومي رئیس احمدجاوید رسولي وویل، دا یوه تخنیکي مسئله ده او اړتیا ده چې له متخصصو افرادو جوړ تخنیکي ټیم په دې اړه کار وکړي.
د ملي تدارکاتو ادارې سرپرست سهیل کاکړ هم وویل، په انلاین ډول د فورمو ډکول  هېوادوالو لپاره ځینې ستونزې رامنځته کوي، ځکه یو شمېر هېوادوال لازمې پوهې نه لري او ورځنۍ ټکنالوژۍ ته هم لاسرسی نه لري.
دغه راز د مالیې وزیر اکلیل حکيمي هم په دې اړه یادونه وکړه، چې د دې موضوع د تخنیکي برخه تحلیل غواړي او باید په دې برخه کې تخنیکي متخصص ټیم کار وکړي او د تحلیل او ارزونې پایلې دې د اقتصاد له عالي شورا سره شریکې کړي.
د عدلیې وزارت معین محمدقاسم حلیمي وویل، په دې برخه کې باید خلکو ته پوهاوی ورکړل شي او هغه سندونه چې راټولېږي د هغې ساتنه او خوندي کولو ته دې پام وشي.
د مخابراتو اومعلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزادګل اریوبي وویل، د عامه پوهاوی په برخه کې روښانه ستراتیژي تر کار لاندې ده او هغه سندونه چې  په ډیټابیس کې ارشیف کېږي د یوه میکانیزم په اساس به ترسره شي.
جمهوررئیس غني له اسان خدمت ادارې څخه په مننې وویل چې د دغه بنسټ راتلونکی کار د مخابراتو اومعلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت پوری تړلی دی. هغه د عامه پوهاوي په اړه څرګنده کړه چې د عامه پوهاوی پروسه باید عام فهمه وي او طرحې یې په ساده ډول په ملي ژبو چې د خلکو لپاره د درک وړ وي، وړاندې شي.
د هېواد جمهوررئیس په دې برخه کې پر تخنیکي بحثونو ټینګار وکړ اوداحصايې مرکزي اداره یې په دې برخه کې د معلوماتو سرچینه وبلله او د دغې ادارې رول یې مهم وباله. وې ویل چې د پولیتخنیک د ځینو استادانو په ګډون یو متخصص ټیم به په دې برخه کې روښانه څېړنه وکړي او وړ بدیلونه به یې وړاندې کړي.
جمهوررئیس محمداشرف غني څرګنده کړه، حکومت په تېر کې پر پروسوپه ملیونونو ډالره لګولي دي، خو لازمه اغيزمنتيا یې نه لرله خو اوس اړتیا ده چې لومړی د ERP سیستم په تخنیکي ډول تحلیل شي او د هغې د کارولو څرنګوالی واضح او له بریالیو تجربو څخه ګټه پورته شي. هغه زیاته کړه، ټولو ادارو ته مې  لارښوونه  کړې چې حقوقي متخصصین وګوماري او د اړتیا وړ د ځینو قوانینو د مادو په تعدیل کار وکړي.
جمهوررئیس د کابل د ترافیکو ادارې په اړه وویل، دغه اداره له ښاروالۍ سره مدغم شوې او باید د خدماتو د وړاندې کولو ترافیکي برېښنایي سیستم دې له کابل ښاروالۍ سره کار وکړي او دغه راز دې  د زړه بوګوونکو ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره شي.
د غونډې په پای کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې  ځانګړي استازي فرانز مایکل میلبن  او د یو شمیر اروپایي هېوادونو ځینو سفیرانو په حضور کې د ۱۰۰ میلیونو یورو چک چې د دولت جوړونې د قرارداد لومړی پړاو ورکې شامل دی دکلیدي اصلاحاتو له برنامو څخه د ملاتړ په خاطر د پراختیایي پالیسیو د ښه‌والي، د اقتصادي پايښت د ساتنې،د عامه مالي مدیریت ښه مخ ته وړلو او د افغانستان دولت د بودجې شفافیت د پیاوړتیا په موخه یې د افغانستان حکومت ته ورکړ.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان له دولت او خلکو سره د اروپایي ټولنې له همکاریو څخه مننه وکړه وې ویل، موږ د مشروط میکانیزم لکه د دولت جوړونې قرارداد هرکلی کوو.
په مقابل کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي فرانز مایکل میلبن وویل، منظور شوي مالي مرستې له افغانستان سره د اروپایې ټولنې اوږمهاله ژمنې ښيي. هغه د دغو مرستو موخه په افغانستان کې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کول، له اقتصادي ودې سره مرسته او د بې‌وزلۍ د کچې کمول په ګوته کړل.
جمهوررئیس لومړی د فنلنډ او اسپانیې په هېوادونو کې د وروستیو پېښو په خاطر خواخوږي څرګنده او د اروپايي هېوادونو له مرستو، په هېواد کې د ښې حکومتولۍ د پیاوړتیا په برخوکې د هغوی له همکاریو او دغه راز یې د افغانستان حکومت له همکارو ادارو په ځانګړي ډول د مالیې وزارت، مننه وکړه .#ختم- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته