امنیت

پنځه وسله وال طالبان په قندهار کې ووژل شول

-کابل/دزمري ٦مه /باختر :
٥ وسله وال طالبان پرون په قندهار کې  د هوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
  د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړى لوا د مطبوعاتي دفتر مسوول د يوې خبرپاڼې په  خپرولو سره ويلي دي،  چې دغه ډار اچوونکي  د قندهار د نيش ولسوالۍ په مربوطاتوکې  د دوى په پټنځي د هوايي بريد په پايله کې ووژل شول او درې نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
  په خبرپاڼه کې ويل شو ي دي  چې په دې بريد کې د دښمن درې کلاشينکوفونه، يوه پيکااودرې موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
  ختم _ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته