-کابل/دزمري ٦مه /باختر :
٥ وسله وال طالبان پرون په قندهار کې د هوايي بريد په بهير کې ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو د لومړى لوا د مطبوعاتي دفتر مسوول د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي، چې دغه ډار اچوونکي د قندهار د نيش ولسوالۍ په مربوطاتوکې د دوى په پټنځي د هوايي بريد په پايله کې ووژل شول او درې نور وسله وال طالبان ټپيان شول.
په خبرپاڼه کې ويل شو ي دي چې په دې بريد کې د دښمن درې کلاشينکوفونه، يوه پيکااودرې موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ